په کندز کې د اختر د رارسېدو په خاطر جدي امنیتي تدابیر نیول شوي

د کندز امنیه قوماندان منظور خان ستانکزی

د کندز امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د کوچني اختر د رارسېدو په خاطر جدې امنیتي تدابير نيولي، تر څو خلک په یوه ارامه فضا کې اختر ونمانځي.

د کندز امنيه قوماندان منظورخان ستانکزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د اختر د ورځو لپار موږ خپلې برنامې او پلانونه لرو، ترڅو زموږ خلک د اختر شپې او ورځې د خوښۍ په فضا کې ونمانځي او موږ هېڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي."

نوموړی له خلکو غواړي چې د ښه امنیت په خاطر له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، څو په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو ټول پلانونه شنډ شي.

د کندز سیمه ییز چارواکي د دې ولایت خلکو ته په داسې حال کې د امنیت د تامین په اړه ډاډ ورکوي چې تېرکال په کوچني اختر کې د جګړي ښکېلو اړخونو په هېواد کې سرتاسري اورند اعلان کړی و او له کبله یې هېوادوالو په یوه ارامه فضا کې د اختر شپې او ورځې تېرې کړي، خو سږکال وسله والو طالبانو د اوربند په ردولو سره د جګړې پر دوام تېنګار کړی دی.