د چین دفاع وزیر وايي، په ۱۹۸۹ کال کې د پیکنګ په تیان انمین چوک کې د مظاهرو ځپل سم کار و.
جنرال ويي فینګ په سنګاپور کې یوې امنیتي غونډې ته وویل:
"هغه پېښه یو اخلال و او مرکزي حکومت د هغه د پای ته رسولو لپاره اقدامات وکړل چې دا یوه سمه پالېسي وه."
د بشري حقونو ګڼې ډلې به راتلونکې اوونۍ د تیان ان مین چوک د زرګونو مظاهره چیانو د ځپلو دېرشمه کلیزه ونمانځي او د چین د کمونيست ګوند پر ضد به اعتراض وکړي.