په غزني کې د تېرې شپې په برید کې ۵ پولیس وژل شوي

د غزني ولایت چارواکي وايي چې د غزني ښار د تېرې شپې په انتحاري حمله کې ۵ پولیس وژل شوي او د ۴ ملکیانو په ګډون ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري نن یکشنبه وویل چې دا برید د تېرې شپې په نهه نیمې بجې د پولیسو پر ریزرف قطعې وشو.

نوري په عین حال کې وايي، تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو په مُقر او ګیرو ولسوالیو کې په کومانډو عملیاتو کې ۲۷ وسله وال طالبان وژلي او ۶ موټرسایکلونه یې ورویجاړ کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د پولیسو پر ریزرف قطعې د حملې په اړه ویلي چې ۴۰ سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.