روحاني: که امریکا درناوی وښیې، ښایې تهران هم د خبرو غوښتونکی اوسي

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران یوه خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې هېواد ولسمشر له امریکا سره خبرو ته اشاره کړې ده.

د فارس نیمه رسمي خبري اژانس د راپور له مخې حسن روحاني د جون پر لومړۍ دې ته اشاره کړې چې که متحده ایالات درناوی وښیې، ښایې تهران هم د خبرو غوښتونکی اوسي.

د ولسمشر روحاني په خبره، ایران به د خبرو لپاره تر فشار لاندې نه وي.

د ایران د ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ ډېر جدي حالت ته رسېدلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې په ایران کې د رژیم بدلون نه غواړي.

د ایران ولسمشر د دې خبرو په غبرګون کې پرون وویل، دده د هېواد دښمن چې پروسږکال یې غوښتل د اسلامي جمهوري رژیم ړنګ کړي، نن وایې چې له نظام سره یې کار نه لري.