ملا هبت الله: په نږدې راتلونکې کې د اوربند احتمال نه شته

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده

د طالبانو مشر ملا هبت الله تلویحاً ویلي چې د دې ډلې له خوا په نږدې راتلونکې کې د اوربند احتمال نه شته.

اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې له متحده ایالاتو سره یې د خبرو دروازه لا هم پرانیستې ده.

د طالبانو مشر دا پیغام وروسته له هغې خپروي چې د امریکايي له هیئت سره په قطر کې د طالب استازو شپږم پړاو خبرې تېره میاشت پرته له کوم لوی پرمختګه پای ته ورسېدې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې میاشتې په لومړیو کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په ټول افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې وه، خو وسله والو طالبانو دا وړاندیز رد کړ.

د تېر کال په کوچني اختر کې وسله والو طالبانو د اوربند وړاندیز منلی و او د درې ورځو لپاره یې په ټول افغانستان کې دا اوربند عملي کړ.

دا اقدام هغه مهال هم د افغانانو او هم د نړیوالې ټولنې له تاوده هرکلي سره مخ شوی و.