خلک: وسله والو طالبانو د ترینکوټ او چینارتو لاره د ملکیانو په مخ هم وتړله

د ارزګان د ښار یو انځور

خلک: وسله والو طالبانو د ترینکوټ او چینارتو ولسوالۍ لاره د ملکیانو په مخ هم وتړله.

د یادې ولسوالۍ خلکو ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه لاره له تېرو درېیو ورځو راهیسې تړلې.

دوی وايي، د یادې لارې په تړل کېدو سره خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د یادې ولسوالۍ امنیتي مسؤلین هم مني چې یاده لاره وسله والو طالبانو اوس د
ملکي خلکو پرمخ تړلې، خو دوی هم د ملکي خلکو په څېر دولت ته خواست کوي چې یاده لاره دې ورته خلاصه کړي.

د ارزګان امنیه قوماندان بیا وايي، دوی د یادې لارې د خلاصون پلان لري.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور