د امریکا په ویرجینیا ایالت کې لږترلږه یولس تنه ووژل شول

د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د پېښې د ځای یو انځور

د امریکا د متحده ایالتو په ویرجینیا ایالت کې لږترلږه یولس تنه ووژل شول.

داسې ښکاري چې د ویرجینیا بيچ په ساحلي ښار کې یوه ناراضي مامور پر یوې حکومتي ودانۍ ډزې کړي دي.

پولیسو پرون وویل، دغه وسله وال د یوه پولیس په ګډون شپږ تنه نور ټپیان کړي دي.

برید کوونکی د ځوابي ډزو پرمهال وژل شوی دی.

د پولیسو مشر جیمز سیرویرا وویل، برید کوونکي د ویرجینیا بیچ ښار د ښاروالۍ په ودانۍ کې له یوه سره پر مامورینو ډزې وکړې.

چارواکي وایي چې دا برید کوونکی له اوږدې مودې راهیسې له خپله کاره ناراضي و.