په پاکستان کې یوې محکمې درې افراطیان د ترهګرۍ په تور زنداني کړل

د پاکستان بیرغ

په پاکستان کې یوې محکمې درې افراطیان د ترهګرۍ په تور زنداني کړل.

د پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ادارې پرون په یوې اعلامیې کې څرګنده کړه چې دا کسان زندان ته واستول شول.

په اعلامیه کې د دې کسانو نومونه نه دي اخیستل شوي، خو ویل شوي دي چې د جیش محمد د منع شوې ډلې غړي دي.

دا ډله د فبرورۍ په څوارلسمه د هند په کشمیر کې د برید مسؤله بلل شوې ده.

په دې برید کې څلوېښت هندي سرتېرې وژل شوي وو.

دې پېښې د هند او پاکستان اړیکې خورا ترینګلې کړې او په سیمه کې یې د یوې لویې جګړې وېره پیدا کړه.