د سعودي عربستان پاچا تهران د وسله والو ترهګرو په ملاتړ تورن کړ

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز

د سعودي عربستان پاچا تهران د وسله والو ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.

سلمان بن عبدالعزیز پرون په مکه مکرمه کې د اسلامي همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې وویل چې دا ترهګر د نړۍ په کچه د تېلو سرچینو ته په یوه ګواښ بدل شوي او د سیمې امنیت تهدیدوي.

پاچا سلمان په دې ترڅ کې په وروسیتو کې د متحده عربي اماراتو په اوبو کې د تېلو پر ټانکرونو بریدونو ته اشاره وکړه او د سعودي عربستان د تېلو پر پایپ لاینونو یې د بې پیلوټه الوتکې برید یو ترورېستي عمل وباله.

پاچا سلمان زیاته کړه چې د دې ترورېستي بریدونو هدف یوازې سعودي عربستان او د فارس خلیج نه دی بلکې د دې هدف ټولې نړۍ ته د تېلو د رسولو مخه نیول دي.

د عربستان پاچا بیا وویل، پر پایپ لاینونو چې کوم برید شوی و، هغه د یمن حوثي یاغیانو وکړ او دا هغه وسله وال ترهګر دي چې ایران یې ملاتړ کوي.