په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او ازادیو یو شمېر پلویانو (زما سره کرښه) په نوم یو انلاین کمپاین پیل کړ.
سلګونه افغان ښځې (زما سره کرښه) په نوم له انلاین کمپاین سره یوځای شوې، څو د خپلو هغو ازادیو او حقونو په اړه غږ پورته کړي چې چمتو نه دي چې له طالبانو سره د سولې په نوم یې له لاسه ورکړي.
دا کمپاین چې د مارچ په میاشت کې د یوې ژورنالېستې او فعالې فراناز فروتن له خوا پیل شو، ډېر زر تر زرګونو کسانو ورسېد.
نوموړې وايي، غوښتل یې هغه افغانان چې پرېکړې کوي، په دې پوه شي چې سوله د دې ملت د ښځو د حقونو، ازادیو او خوښیو په قیمت نه شي تر لاسه کېدای.
اغلې فروتن ازادي راډیو ته وویل:
"موږ (افغان ښځې) باید پوه شو چې سوله په څه قیمت راځي، موږ باید پوه شو چې زموږ پر حقوقو او ازادیو په دې سوله کې جوړ جاړی کېږي، ایا موږ باید یو ځل بیا قرباني ورکړو؟"
فروتن وايي، د دې انلاین کمپاین نظر یې لومړی له خپلو دوستانو سره شریک کړ او هغوی ورته د کمپاین د لومړۍ ویډیو په جوړولو کې د مرستې وړاندیز وکړ.
په دې ویډیو کې څو ځوانې افغان ښځې او سړي خپلې سرې کرښې بیانوي چې تر ډېره د بیان پر ازادۍ، برابرۍ، ولسواکۍ او تعلیم راڅرخي.
خپله فراناز فروتن چې ژورنالېسته ده، وايي چې د دې لپاره سره کرښه د دې قلم او د بیان ازادي ده.
دې وویل:
"زما سره کرښه قلم او زما د بیان ازادي ده، ما له مخاطبانو وغوښتل چې له دوی سره کرښه څه ده؟ زیاترو ښځو د کار، د انتخاب د حق، د سولې په مذاکراتو کې د حضور او نورو مسئلو په اړه له نیکمرغه په هر سطحه خبرې وکړې."
دا کمپاین چې ملاتړ یې په کابل کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر کوي، په داسې وخت کې پیل شوی چې امریکا له طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې پیل کړي.
د ښځو د حقونو فعالانې اندېښنه لري چې واک ته د طالبانو بیا رسېدل به د افغان ښځو هغو بریاوو او ازادیو ته ګواښ پېښ کړي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته تر لاسه کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې (زما سره کرښه) په نوم د کمپاین وړ نوښت په یو ملي کمپاین بدل شو او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ښځې او سړي ورسره یو ځای شول.
دوی زیاتو له طالبانو سره له ممکنه سولې مخکې خپلې اندېښنې له هغو سره چې پرېکړې کوي، شریکې کړې.
په دې کمپاین کې تر اوسه زرګونو فعالانو، سیاستوالو او عادي افغانانو برخه اخیستې ده.
ځوانې هنرمندې عالیه پر خپل ټوېټر کې په پوسټ کړې ویډیو کې د دې کمپاین په ملاتړ ویلي:
"زه هنرمنده یم او زما سره کرښه زما هنر دی."
په کمپاین کې یو شمېر افغان سړیو هم برخه اخیستې.
د حکومت یوه چارواکي تیمور شاران پر خپل ټوېټر په یوه ویډیويي پیغام کې د دې کمپاین په ملاتړ ویلي:
"زما سره کرښه په تېرو اتلسو کلونو کې د نظام لاس ته راوړنې ساتل دي، په ځانګړي توګه زما د مېرمنې د حقونو او ازادیو ساتل."
ان خپله ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې کمپاین ملاتړ وکړ.
نوموړي په فاریاب ولایت کې په یوې وینا کې وویل چې د ښځو د حقونو ساتل یې سره کرښه ده.
اغلې فروتن وايي، په دومره پراخه کچه د عکس العمل تمه یې نه درلوده.
اوس د فراناز فروتن لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې په مالي ملاتړ دا کمپاین په بشپړې دندې بدل شوی دی.
هغه ولایتونو ته سفرونه کوي او له ښځو او سړیو سره د سولې په خبرو کې د هغوی د سرو کرښو په اړه غږېږي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر اوس (زما سره کرښه) انلاین کمپاین لپاره یو سمبالګر ګماري، څو د دې هېواد له هغو ولایتونو د ویډیوګانو تولید رهبري کړي چېرې چې ټولنیزې رسنۍ دومره ډېرې عامې نه دي.
فراناز فروتن وايي، د دې انلاین کمپاین په اړه تر ډېره مثبت غبرګونونه وو، خو په اړه یې ناسم پوهاوي او ځیني شکونه هم وو.
یو شمېر نور فعالان وايي، په دې کمپاین کې د کابل ښځې د خپلو سرو کرښو په اړه خبرې کوي، خو د ولایتونو ښځې چې د کورنیو غړي یې په جګړو کې وژل کېږي، دا ډول سرې کرښې ورته مهمې نه دي.
مقدسه احمدزۍ چې په ننګرهار کې مدني او سیاسي فعاله ده، په همدې باور ده.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل، دا کمپاین ښايي د لوستو او ښار مېشتو ښځو سرې کرښې بیان کړي، خو په کلیو او بانډو کې ښځې له نورو ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د اغلې احمدزۍ په وینا، که دا کمپاین په یو ډول د کلیو او بانډو ښځو ته پراخ شي او هغوی هم واورېدل شي چې د هغوی لپاره سرې کرښې څه دي؟ نو اغېز به یې زیات وي.
خو فراناز فروتن وايي، هدف او تمرکز یې د افغانستان د ښځو د ژوند بهتر کول او د دوی د حقونو تبلیغول دي.
طالبانو ویلي، دوی د تعلیم، کار او روغتیا په شمول د اسلامي اصولو سره سم د ښځو د حقونو ساتلو ته ژمن دي.
که څه هم د فبرورۍ په میاشت کې د مسکو په غونډه کې د دې ډلې په بیان کې هغه څه غندل شوې چې دې ډلې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په نوم اخلاقي انحراف بللي دي.