د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې نړیوالې ادارې ویلي چې ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له شوې موافقې سره سم عمل ته دوام ورکړی خو په ټيټه کچه د غني شویو یورانیمو او درنو اوبو ذخیرې یې د زیاتېدو په حال کې دي.
د ایران د اټمي فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د دې ادارې د څېړنې پایلې په څلور میاشتني رپوټ کې چې پرون د مې په یودېرشمه خپور شو، د دې ادارې غړو هېوادونو ته استول شوې دي.
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې نړیوالې ادارې ویلي چې ایران له هغو محدودیتونو سره سم عمل کړی چې په نړیواله موافقه کې يې یادونه شوې ده.
ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره موافقه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه محدودوي.
د امریکا متحدو ایالاتو تېرکال پرېکړه وکړه چې له موافقې ووځي.
د امریکا ولسمشر وویل چې دا موافقه نیمګړې ده او پر ایران یې له خپل لوري بندیزونه زیات کړل.