د خوست د یو شمېر ولسوالیو خلکو پرون د مې په یودېرشمه د اوربند لپاره لاریون وکړ.
لاریون کوونکو په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.
د یووالي او بدلون کاروان په نوم د سیاسي حرکت مشر عبدالولي واحدزي لاریون ته وویل:
"موږ هیله لرو، غږ کوو چې په اختر کې دې اوربند وشي، که طالبان، امریکا، ناټو او حکومت زموږ دا غوښتنه ونه مني، د خوست قومونه به د هغو په مخ کې درېږي چې جنګ خوښوي.
په خوست کې پرون لاریون کوونکو د افغانستان ملي بیرغ او د سولې شعارونه لېږدول.