د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپيو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي.
هغې دا خبره نن په برلین کې له پامپیو سره تر لیدنې مخکې وکړه: "موږ به د افغانستان په اړه خبرې وکړو هغه ځای چې موږ «امریکا او جرمني» پهکې د پام وړ شمېر سرتیري لرو."
جرمني د امریکا تر څنګ د افغان ځواکونو په خاصه توګه د پولیسو په روزنه کې همکاري کړې ده.
اوس وخت امریکا په افغانستان کې څه باندې ۱۴ زره سرتیري لري.
د جرمني دولتي رسنیو ویلي چې ۱۳۰۰ جرمني سرتیري د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده لري.