د اروپايي شورا رئیس د قزاقستان له ولسمشر سره وغږېد

د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک. May 31, 2019

د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک مرکزي اسیا ته په سفر کې د قزاقستان له جمهور رئیس قاسم جورمات تکایف سره خبرې کړي.

د قزاقستان د جمهوري ریاست وېب‌پاڼې د ولسمشر تکایف په حواله لیکلي چې قزاقستان به له اروپايي ټولنې سره خپله جامع او رغنده همکارۍ ته دوام ورکړي.

د اروپايي شورا رئیس قزاقستان نه یوازې په سیمه بلکې نړۍ کې یو مهم او با ثباته شریک یاد کړی دی.

له قزاقستان مخکې د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک تاجکستان ته تللی و او هلته یې له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل.

دی به وروسته ازبکستان ته هم ولاړ شي.

د مرکزي اسیا دغو درېیو هېوادونو ته د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک سفر وروسته له هغه سفر وکړ چې اروپايي ټولنې دوه اوونۍ مخکې د منځنۍ اسیا لپاره خپله نوې سټراټيژي پیل کړه.