د کورنیو چارو وزارت د معتادینو په اړه یوې نوې طرحه جوړوي

آرشیف، په کابل کې یو معتاد. 12.27.2017

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت د معتادینو په اړه د یوې نوې طرحې په اړه خبر ورکوي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق د معتادینو د يوه روغتيايي مرکز د لیدلو پرمهال د دې طرحې په اړه خبر ورکړ.

ښاغلي اورتاق وويل چې د دې طرحې له مخې به په کابل ښار کې معتادینو ته ځانګړي ځایونه ټاکل کېږي او هلته به یې ژوند ته پام کېږي.

دا طرحه د کورنیو چارو وزارت جوړوي چې د عامې روغتیا او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو به په عملي کولو کې مرسته ورسره کوي.