د امريکا متحدو ايالتونو د دفاع وزارت يوې لوړ رتبه چارواکې ترکيې ته د ميزاييلو د دفاعي سيسټم د رانيولو د عواقبو په اړه خبردارى ورکړ.
نوموړې پر انقرې د فشار زياتولو هڅه په داسې حال کې وکړه، چې ترکيې ويلي د دې سيسټم د رانيولو موافقه به عملي کوي.
د نړيوال امن د چارو لپاره د امريکا د دفاع وزارت سرپرست معينې کاترين ويلبارګر (Kathryn Wheelbarger) پرون وويل:
د ميزاييلو د S-400 ډوله دفاعي سيسټم رانيول به دF-35 ډوله جټ الوتکو په پروګرام کې د ترکيې پر شراکت او د ناټو له نورو متحدانو سره د ترکيې پر اړيکو”زيان رسوونکي“ اغېزې ولري.
مېرمن ويلبارګر پرون په واشنګټن کې اتلانتيک شورا ته په وينا کې وويل، له روسيې د ميزاييلو د دفاعي سيسټم رانيول به ناوړه عواقب ولري.
امريکا له انقرې غوښتنه کړې چې د روسيې دغه دفاعي سيسټم دې نه رانيسي.
د ناټو نورو متحدانو هم اندېښنه ښوولې چې دغه دفاعي سيسټم د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو ته بالقوه خطر پېښوي.