د سولې ولسي حرکت شا و خوا ٣٠ غړي چې په پام کې لري په پلي ډول موسى کلا ولسوالۍ ته لاړ شي، نادعلي ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
دوى چې له مرکز لښکرګاه يې حرکت پيل کړى وايي، د هوا د ګرمۍ له کبله ښايي په چاه انجير سيمه کې تم شي.
د دې حرکت وياند بسم الله وطندوست نن رسنيو ته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "د چاه انجير د لېسې په سيمه کې يو. لږ نور هم مخکې ځو بيا دمه کوو. ځکه له يوې خوا روژه ده، له بلې خوا ګرمي ده او ملګري هم ستړي دي. تر دمې وروسته که ملګري ځواکمن وو بيا حرکت پيلوو."
د سولې ولسي حرکت مشرتابه وايي موسى کلا ولسوالۍ ته يې د دې پلي تګ هدف د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې سيمو ته د سولې او اوربند د پيغام رسول دي.