د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، د متحده عرب اماراتو ساحل ته نږدې د تېلو پر ټانکرونو وروستۍ حمله ايران کړې ده.
د مايک پامپيو په خبره د دې مياشتې په سر کې د دې حملې هدف په نړيوالو بازارونو کې د اومه تېلو د بيې لوړول وو.
ښاغلي پامپيو مخکې تر دې چې اروپا ته خپل سفر پيل کې پرون خبريالانو ته وويل: "د ايرانيانو دا هڅې د دې لپاره وې چې په ټوله نړۍ کې د اومه تېلو بيه لوړه کړي."
تردې مخکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټون ويلي وو، هغه اسناد او شواهد چې ښيې، ايران د تېلو پر ټانکرونو په حملو کې لاس درلود، بله اوونۍ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو پوښتنه وشوه چې ايا ده دغه اسناد او شواهد کتلي؟ وويل هو، ده او بولټُن دواړو دغه اسناد کتلي دي.
ايران په هغو حملو کې خپل دخالت رد کړى او دا يې «شرموونکي» تورونه بللي دي.