د سعودي عربستان پاچا په مکه کې د عرب مشرانو په يوه اضطراري سرمشريزه کې د ايران پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه.
شاه سلمان له نړيوالې ټولنې وغوښتل د نورو هېوادونو په چارو کې د ايران د رژيم د لاسوهنې د مخنيوي لپاره له هر ډول امکاناتو کار واخلي.
د سعودي عربستان پاچا سلمان په خپله پرونۍ وينا کې ايران تورن کړ چې سيمهييزو او نړيوالو تروريستي عناصرو ته يې پناه ورکړې او هغو نړيوالو لارو ته ګواښ پېښوي چې پر اوبو تېرې شوې دي.
په مکه مکرمه کې دا سرمشريزه په داسې حال کې جوړېږي چې د ايران په وړاندې د امريکا متحدو ايالاتونو او د امريکا د عرب متحدانو کړکېچ زيات شوى دى.
دغه کړکېچ په سيمه کې د يوې ممکنه وسلهوالې جګړې وېرې ولاړه کړې ده.
سعودي عربستان چې د امريکا متحدو ايالاتونو له خوا يې ملاتړ کېږي او د ايران سرسخت سيال ګڼل کېږي، په سيمه کې د نفوذ پر سر سيالي کوي.