د هرات ولایت د عامه ساتنې پولیس وايي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه په اوبه ولسوالۍ کې په دوی برید کړی او شپږ کسان یې ور وژلي دي.
د هرات د عامه ساتنې د پولیسو مشر طاهرخان دا خبره نن سهار ازادي راډیو ته وکړه: "طالبانو ډلهییزه حمله وکړه او په یوې پوستې یې فشار راووړ. هر څه مو له دولتي ارګانو سره اړیکې ونیولې چا له عامه ساتنې ارګان سره مرسته ونهکړه. عامه ساتنې ارګان هم امکانات نه لري. پهدې برید کې زموږ شپږ کسان شهیدان شوي او لس نور مو ټپیان دي."
په هرات کې د عامه ساتنې د پولیسو مشر طاهرخان وايي چې طالبان له دوو ولسوالیو پښتون زرغون او اوبې نه راټول شوي و او په دوی باندې یې د تېرې شپې برید کړی.
طالبانو څه نه دي ویلي.
په هرات کې هم نورو امنیتي چارواکو د عامه ساتنې په پولیسو د وروستي برید په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.