«م.م» خپل یو ټپي کارکوونکی د درملنې لپاره بلګراد ته ولېږه

په کوسوا کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي چې د دې ادارې له هغو دوو کارکوونکو چې د پولیسو په عملیاتو کې زخمیان شوي وو، یو یې د درملنې لپاره صربیا ته لېږدول شوی دی.

په کوسوا کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر پرون د مې په دېرشمه، په یوه بیان کې ویلي چې دا کارکوونکی یې په خټه روسی دی چې زیات ټپونه لري او بلګراد ته لېږدول شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې هغه به د صربیا په پلازمېنه کې د هغه له کورنۍ سره یوځای شي.

د ملګرو ملتونو دوه مامورین د مې په ۲۸مه نېټه د کوسوا په شمالي سیمو کې چې اکثر صربان اوسېږي، د پولیسو په عملیاتو کې زخمیان شوي وو.

د ملګرو ملتونو دوهم زخمي مامور په خټه صربی دی. دواړه پولیسو نیولي وو.

پولیسو روسی وګړی په هغه ورځ خوشې کړ او صربی وګړی یې یوه ورځ وروسته خوشې کړ.