د ایران د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، برایان هوک خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا پر ګټو حمله وکړي، امریکا به پوځي ځواب ورکړي.
برایان هوک ویلي چې په منځني ختيځ کې د امریکا وروستي حرکتونه د ایران د مخې د بندولو لپاره دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا کلک متحد، سعودي عربستان پرون د پنجشنبې په ورځ پر ټولو عربو غږ وکړ چې په خلیج کې وروستیو حملو ته په "ټول زور" ځواب ورکړي.
د سعودي عربستان مشرانو پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د عربي هېوادونو او د خلیج د سُني هېوادونو د استازو دوه بېړنۍ غونډې به جوړې شي.
پهدې غونډو کې به د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نږدې د تېلو د ټانکرونو د سبوتاژ او د سعودي د تېلو پر تأسیساتو د حملې د ادعاوو په اړه خبرې کېږي.
د سعودي پر تأسیساتو د حملې مسؤلیت په یمن کې حوثي وسلهوالو اخیستی دی.
تهران په دې کې هرډول دخالت رد کړی دی.