د پاکستان پوځ د جاسوسۍ په تور ۳ پوځي افسران محاکمه کړل

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د پوځ یوه تقاعد شوي جنرال او یو ملکي افسر ته د اعدام او یوه بل پوځي افسر ته د ۱۴ کالو د بند سزا ورکړې ده.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې «ISPR» د وینا له مخې، د پوځ مشر دغو پوځي افسرانو ته دغه سزا د پنجشنبې په ورځ تأیید کړې ده.

دغې څانګې په یوه اعلامیه کې د دې افسرانو نومونه متقاعد ډګر جنرال جاوېد اقبال او پخوانی برید جنرال راجه رضوان یاد کړي او ټینګار کوي چې: "دې کسانو بهرنیو استخباراتي ادارو ته حساس معلومات ورکول. پر دوی جاسوسي ثابته شوې او له دې وروسته پر سزا محکوم شوي دي."

له دې کسانو جنرال جاوېد اقبال په ۱۴ کاله بند محکوم شوی او راجه رضوان او ډاکټر وسیم اکرم چې د پاکستان یوه استخباراتي اداره کې یې د انجنیر دنده درلوده، په اعدام محکوم شوي دي.

که څه هم د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي چې دغه پوځي افسران یې د جاسوسۍ په تور په بند او مرګ سزا محکوم کړي، خو دا یې نه‌ده په ډاګه کړې چې دوی کوم هېواد ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو؟