د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
د میدان وردګ والي او د پولیسو مشر نن د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې شاوخوا ۲۰۰ طالب وسلهوالو تېره شپه د چک ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړه خو په وینا يې د امنیتي ځواکونو او هوايي قواو د ځوابي بریدونو په نتیجه کې پرشا وتمبول شول.
د میدان ورګ د امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي وویل، پهدې جګړه ۴۵ طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
د هغه په وینا افغان ځواکونو ته پهدې جګړه کې مرګژوبله نهده اوښتې.
وسلهوالو طالبانو بیا د میدان د مقاماتو د دې ادعا په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.