هنګري کې د یوه کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۷ سیلانیان وژل شوي

د هنګري دانیوب سیند

په هنګري کې د سیلانیانو یوه کښتۍ تیره شپه ډوبه شوې او اووه کسان په‌کې وژل شوي.

په‌دې وړه بیړۍ کې ۳۵ کسان ناست وو چې ۳۳ یې د جنوبي کوریا اتباع وو.

د دنیوب د سیند په غاړه وړه توریستي بیړۍ ډوبه شوې.

د هنګري چارواکو ویلي چې د جَنوبي کوریا له سیلانیانو ډکه کښتۍ له یوې غټې کښتۍ سره لګېدلې.

د جَنوبي کوریا اووه سیلانیان وژل شوي او اووه تنه یې ژغورل شوي.

لا هم د لټون عملیات دوام لري، څو ۲۱ لادرکه کسان پیدا شي.

د هنګري حکومت ویلي دي چې د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.