د ترکمنستان ولسمشر په یوه فرمان سره ۷۶۴ زندانیان بخښلي

ارشیف، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف

د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بردي محمدوف د روژې میاشت د قدر شپې په مناسبت په یوه فرمان سره ۷۶۴ زندانیان بخښلي دي.

تردې مخکې د ترکمنستان پخواني مشر سفر مراد نیازوف هرکال د زندانیانو د خوشې کولو فرمانونه ورکول.

اوسني ولسمشر قربان ګلي بردي محمدوف چې هرکال په دودیزو او مذهبي ورځو کې ورته ګامونه اخلي، د سږني کال په نوروز کې د ۲۰۰۰ زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړ.