افغان ځواکونو په زابل کې د طالبانو له زندانه ۲۸بندیان خوشې کړي

د زابل ولایت

افغان امنیتي ځواکونو پرون چهارشنبه په زابل ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې ده او ۲۸ زندانیان يې خوشې کړي دي.

دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبانو دا کسان د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې بند ساتلي وو.

د بیان له مخې په ۲۸ خوشې شویو کسانو کې ۱۶ يې ملکي وګړي دي.

دفاع وزارت وايي، د چاپې پر مهال دوه وسله‌وال هم وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.