د جلغوزیو او زعفرانو په پروسس کې د چینایي پانګه‌والو لېوالتیا زیاته شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

د افغانستان د جلغوزیو او زعفرانو د پروسس په برخه کې د چینایي پانګه‌والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هڅه کوي چې چینایي شرکتونه په‌دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه شرکتونه غواړي په افغانستان کې جلغوزي پروسس کړي:"په‌دې وروستیو کې چینایي سوداګر د افغانستان جلغوزیو او زعفرانو ته زیاته لېوالتیا وښوده، تېره ورځ هم یو چینایي پلاوی افغانستان ته راغلی و او له موږ سره یې خبرې وکړې موږ د دې وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي."

د نوموړي په خبره، په ۱۳۹۷ کال کې شاوخوا ۱۴ ټنه جلغوزي چین ته صادر شوي او افغانستان په کلني ډول له ۳۰تر ۴۰ ټنو جلغوزیو د تولید ظرفیت لري.