امریکايي او روسي ډيپلوماټان د سوریې په اړه پر ځینو تدابیرو غور کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا او روسیې لوړپوړي ډيپلوماټان پر داسې تدابیرو غور کوي چې له مخې یې سوریه کولای شي «بېرته نړېوالې ټولنې ته شامله شي».

د سوریې د چارو لپاره د امریکا ځانکړي استازي جېم جیفري، د چهارشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، واشنګټن او مسکو پر یو «ګام پر ګام چلند» غور کوي، څو د سوریې اته کلنه جګړه پای ته ورسوي، خو نوموړي زیاته کړه، دا حل لاره به «سختې پریکړې» وغواړي.

د امریکايي استازي دا څرګندونې د سوریې د جګړې د سوله‌ییز هواري د موندلو لپاره د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ د ښکېلتیا د نوې بڼې ښکارندويي کوي.

د سوریې کورنۍ جګړه چې اته کاله مخکې پیل شوه، په‌کې امریکا او متحدین یې، د روسیې، ایران، ترکیې سره یو ځای ښکېل شول.

همدارنګه د اسلامي دولت په نوم وسله‌واله ډله او نورو ترهګرې ډلې هم د سوریې په جګړه کې راڅرګندې شوې.

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېم جیفري خبرداری ورکړ چې د امریکا او روسیې ترمنځ ښکتیا «یوازې د مخکې تګ یوه احتمالي لاره» ده او زیاته یې کړه تر اوسه پورې په سوریه کې د هغه اقداماتو په برخه کې پرمختګ نه‌دی شوی چې ملګري ملتونو او امریکا یې غوښتونکي دي.

نوموړي وویل، د مې میاشتې په لومړیو کې د روسیې په سوچي ښار کې د خبرو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو روسي چارواکو سره پر هغه پلان خبرې کړي چې «د سوریې حکومت ته د ملګرو ملتونو ۲۲۵۴ شمېره پریکړه په منلو اجازه ورکوي څو بېرته نړیوالې ټولنې ته راستون شي.»