د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مطالبو راښکلې کړې ده:
- د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
- د کلیوال ملګري ټولنې د فعالیتونو په اړه حبیب الرحمان تأثیر راپور لري.
- په هنر جاج کې نورالرحمان لېوال د پښتو ورځې په ارزښت او ټاکنې غږېدلی.
- په فنکار برخه کې فراه ته تللي یو او هلته د شاعر او لیکوال عبدالرحمان ژوندي سره د هغه په فن خبرې کوو.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (خیرن توپ او بریاوې) واوروئ.
- په ادب جام کې به د پښتو ژبې د لومړني نیمه ازاد نظم لیکوال ملکیار هوتک د ژوند احوال واخلو.
- او په وریښمین خیال کې به د پروفیسر محمود ایاز نظم واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5