د امریکا د عدليې وزارت له لوري ځانګړی سلاکار رابرټ مولر وایي، د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د قضیې د څېړلو هدف دا نه و چې ولسمشر ټرمپ به تورنوو.
مولر چې د عدليې وزارت له لوري د دې قضیې د څېړلو لپاره ګمارل شوی دی، پرون د چهارشنبې په ورځ یې د لومړي ځل لپاره د شویو تحقیقاتو په اړه علني څرګندونې وکړې.
دی وايي:"که موږ دا ډاډ لرلی چې ولسمشر جرم نهدی کړی، دا خبره به مو کړی وای. په هرحال موږ پهدې برخه کې چې ولسمشر تورن شي که نهشي پریکړه نهده کړې. زموږ د راپور دوهمه برخه دا واضحوي چې د عدليې وزارت د پالیسۍ پر بنسټ تر هغه وخته پورې چې یو ولسمشر په واک کې دی په جرم نه تورنېږي، دا د اساسي قانون خلاف دی."
ښاغلي مولر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې روسیې د امریکا د متحد ایالاتونو د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په منظم ډول مداخله کړې ده.