افغان ولسمشر سعودي عربستان ته ځي

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سبا د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ځي.

د افغانستان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په‌دې اړه رسنیو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي چې د ښاغلي غني د دې سفر هدف د اسلامي همکاریو د سازمان په ۱۴مه عمومي غونډه کې ګډون کول دي.

چخانسوري دا هم وايي چې ولسمشر به په‌دې غونډه وینا هم وکړي او په خپلو خبرو کې به تر ډېره د افغان سولې په پروسې تمرکز وکړي.

نوموړی وايي چې په‌دې ناسته کې به په اقتصادي همکاریو هم بحثونه شي.