بلجیم یو روسی وګړی چې په داعش ډله کې د شاملېدو په شک نیول شوی، مسکو ته سپارلی دی.
د روسيې د فدرالي امنیت ادارې نن د چهارشنبې په ورځ وویل چې امام پاشا احمدوف د سې شنبې په ورځ دوی ته سپارل شوی او دا مهال په توقیف کې دی.
د روسي چارواکو په خبره احمدوف په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په داعش ډله کې شامل شوی و او په جګړو کې يې برخه درلوده.
د روسي مقاماتو په خبره شااوخوا دوه زره روسي وګړو په سوریه او عراق کې د داعش ډلې په ملاتړ جګړو کې برخه اخیستې ده.