د انتخاباتو کمېسیون: ۳ واړه ټاکنې په یوه وخت نه‌شي کېدای

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یوه وخت کې ونه‌شي.

د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وخت د کموالي له امله دا درې واړه ټاکنې په یوه وخت نه‌شي کېدای.

د مېرمن نورستاني په وینا د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته وشي.

دا چې د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني انتخابات به دقیقاً کله کېږي، د انتخاباتو د کمېسیون مشرې يې په اړه څه ونه‌ویل.