ارزګان کې د عملیاتو په پایله کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي

افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال, May 15, 2019

افغان ځانګړو ځواکونو له ملي اردو سره په ګډه د ارزګان ولایت په مرکز ترينکوټ او د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وايي، په‌‌دغو عملياتو کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

د علوي په خبره په ترسره شویو عملياتو کې د ارزګان د مرکز ترينکوټ یوه مهمه لار چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ټرافیکو پر مخ تړلې وه، هم خلاصه شوې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ونه‌ویل چې په‌دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او که نه؟

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.