په بغلان کې ۸ طالبان او ۶ سرتېري وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په یوې نښته کې اته طالبان او ۶ سرتېري وژل شوي دي.

د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا مرګ‌ژوبله د بغلان-سمنګان پر لویه لاره تېره شپه پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو د برید او افغان ځواکونو د ځوابي ډزو په نتیجه کې اوښتې ده.

خو د بغلان امنیتي مقاماتو په‌دې نښته کې د افغان ځواکونو تلفات لا نه‌دي تأیید کړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د بغلان د تازه نښتې په اړه څه نه‌دي ویلي.