د فوټبال لوبڅار حلیم اقا شېرزاد له خپلې درجې یو قدم وړاندې شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د فوټبال لوبڅار حلیم اقا شېرزاد د اسیا د پیاوړو او ځیرکو لوبڅارو په منځ کې له خپلې درجې یو قدم وړاندې شوی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسنیو مسؤل شمس امیني نن د چهارشنبې په ورځ ازادي را‌ډیو ته وویل چې ښاغلي شېرزاد د فوټبال د لوبڅارانو د ارزیابۍ دوهمه مرحله هم په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د ښو نُمرو په ترلاسه کولو سره درېیمې مرحلې ته لاړ.

ښاغلی شېرزاد به د لوبڅارانو د ارزیابۍ د درېیمې مرحلې لپاره تاجکستان ته ځي او د بریالیتوب په صورت کې به د اسیا د پیاوړو او ځیرکو لوبڅارانو په ډله کې شمېرل کېږي.