بولتون: سمندري ماینونه چې د تېلو پر ټانکر کارول شوي ایراني دي

د امريکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جان بولتون

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وايي، دا تقریباً یقیني ده چې ایران د تېلو پر هغه ټانکر په برید کې لاس لري چې د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې شوی و.

جان بولتون نن د متحده عربي اماراتو مرکز ابوظبۍ ته په رسېدو خبریالانو ته وویل، هغه سمندري ماینونه چې د تېلو پر ټانکر په برید کې کارول شوي تقریباً ایراني دي.

امریکا، امارات او سعودي عربستان چې په سیمه کې د ایران سیالان دي، تهران په خلیج کې د تېلو په ټانکرونو په بریدونو تورنوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، واشنګټن هڅه کوي چې د ایران او دې هېواد پورې د تړلو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې له احتیاط کار واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي بیا ویلي دي چې هېواد يې چمتو دی چې د سیمه‌ییزو شخړو په اړه د سیمې له هېوادونو سره خبرې وکړي.