د میدان وردګ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د بزګرانو د اقتصادي ودې او د زعفرانو د کښت د دودولو لپاره پهدغه ولایت کې د زعفرانو پروژه پلې کېږي.
د دغې ادارې رئيس ولید احمد تسل ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت د مرکز په ګډون د جلرېز، سیداباد، چک او بهسودو ولسوالیو پر بزګرانو د زعفرانو ۵ کڅوړې وېشل کېږي.
دی وايي: "نن د جلرېز ولسوالۍ بزګران د کرنې ریاست ته راځي او د زعفرانو بشپړې کڅوړې چې لباس، د زعفرانو د ګلونو د راټولولو ټوکرۍ او د زعفرانو قطعۍ پهکې شاملې دي، پرې وېشل کېږي."
تسل وویل، بزګرانو ته د زعفرانو د کښت لارې چارې هم ښودل کېږي.