د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار وايي «د سيمهييز امن پر مسايلو» خبرو لپاره متحده عرب اماراتو ته رسېدلى دى.
جان بولتون پرون ناوخته په ټويټر کې ليکلي، تمه لري نن په اماراتو کې له متحدانو سره وګوري چې د سيمهييز امن پر مهمو مسايلو خبرې ورسره وکړي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار پهداسې حال کې اماراتو ته ځي چې په سيمه کې د ايران او امريکا ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.
واشنګټن چې د ايران د سيمهييزو متحدانو سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو يو نږدې متحد دى، تهران تورن کړى چې د دې مياشتې په پيل کې يې په خليج کې د تېلو پر ټانکرونو په حمله کې لاس درلود.
په عين حال کې سعودي عربستان هم پر تهران تور لګولى چې د سعودي د تېلو پر تأسيساتو د بېپیلوټه الوتکې د حملې امر يې ورکړى و.
د هغې حملې مسؤلت د يمن حوثي ياغيانو منلى چې د ايران لهخوا يې ملاتړ کېږي.
ايراني چارواکو د بېپیلوټه الوتکې په هغه حمله کې خپل دخالت رد کړى دى.