چارواکي وايي چې د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د افغان ځواکونو پر یوې قرارګاه د وسلهوالو په برید کې د ملي اردو ۱۳ سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
که څه هم د یاد برید په اړه د ملي اردو سرچینو څه نهدي ویلي، خو یوې بلې سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې یاد برید د ګُرګري په نوم پر یوه لوړه غونډۍ د افغان ځواکونو په هغه قرارګاه شوی چې د ولسوالۍ د تأسیساتو د ساتنې لپاره موجوده ده.
یادې سرچینې پرون د سې شنبې په ورځ وویل چې پهدې برید کې وسلهوالو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دوی سرهيې تر اوسه کره ارقام نهشته.
دوه نورو سرچینو هم په خپلو ټیلیفوني اړیکو کې د یاد برید پخلی کړی او د ملي اردو د وژل شویو او ټپي سرتېرو شمېر يې همدومره ښودلی دی.
دې سرچینو ویلي چې د شپې لهخوا د ملي اردو سرتېرو مرستې ته نور تازه دمه افغان ځواکونه هم ورغلل.
وسلهوالو طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د برید مسؤلیت منلی او ویلي يې دي چې پهدې برید کې يې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د دوی لاسته لوېدلي دي.