د جرمني ولسمشر خپل ازبک سیال سره پر دوه اړخېزو اړیکو غږېدلی

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په تاشکند کې

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن د مې په ۲۸مه، په تاشکند کې پر دوه اړخېزو اړیکو غږېدلي دي.

میرضیایف له شټاین مایر سره تر کتنې وروسته وویل چې ازبکستان ته د جرمني د ولسمشر سفر به د دواړو هېوادونو دوه اړخېز روابط لا ښه کړي.

میرضیایف په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ازبکستان ولسمشر وټاکل شو.

داسې ګڼل کېږي چې د میر ضیایف حکومت به هغه انزوا چې د منځنۍ اسیا دا جمهوریت د مخکني ولسمشر اسلام کریموف په واکمنۍ کې ورسره مخامخ و، کمه کړي.

ازبکستان ته د جرمني د جمهور رئیس سفر هم اصلاحاتو ته د ازبکستان د هڅولو یو ګام بلل شوی دی.

د بشري حقونو مدافع سازمان، هیومن رایټس واچ د جرمني پر جمهور رئیس غږ کړی چې پر میرضیایف ټینګار وکړي چې په ازبکستان کې مثبت بدلون پر یوه ډېره اوږده لاره څو ګامونه دي.