د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې نړیوال ځواکونه باید په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.
لاوروف نن د مې په ۲۸مه په مسکو کې غونډې ته وویل، موږ له افغانستانه د ټولو عسکرو د وتلو غږ کوو، موږ پر ټولو خواوو په افغانستان کې غږ کوو چې ډېر ژر خبرې پېل کړي چې په هغه کې په پراخه کچه سیاسي او ټولنیز استازي شامل وي.
په مسکو کې غونډې ته د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له کابله یو شمېر سیاستوال او د وسلهوالو طالبانو استازي ورغلي دي.
وسلهوالو طالبانو په یوه بیان کې تأیید کړې چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۱۴ کسیز پلاوی بهیې د ورغلو سیاستوالو او قومي مشرانو سره د افغانستان پر راتلونکې خبرې وکړي، خو دا یې نهدي ویلي چې د افغانستان د حکومت له استازو سره به خبرې وکړي او که نه؟
دا غونډه رسماً، د افغانستان او روسیې د سیاسي اړیکو د سل کلنۍ د لمانځلو په نوم جوړه شوې ده.
په غونډه کې د مسکو لپاره د افغانستان سفیر لطیف بهاند هم و، خو دا نهده څرګنده چې د طالبانو له استازو سره به د حکومت له اړخه خبرې وکړي که نه؟
غونډې ته لاوروف وویل، روسیه باور لري چې د افغانستان بحران پوځي حل نهلري. یوازې د سولې او ډیپلوماسۍ لاره حل ممکن کولای شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز په افغانستان کې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې ډېر ژر داسې خبرې پیل کړي چې پراخ سیاسي او ټولنیز استازیتوب وکړي.
مسکو ته د طالبانو استازي پهداسې شرایطو کې تللي چې په روسیه کې د وسلهوالو طالبانو حرکت ترورېستي سازمان بلل کېږي.