منار جام یا جام څلی چې لرغونتیا یې شااوخوا ٨٠٠ کلونو ته رسېږي پهدې وروستیو کې د تخریب له ګواښ سره مخ دی.
خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دغه څلي د تخریب مخه نیول شوې او د بنسټیزې بیارغونې لپارهیې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې عملي کارونه پیلېږي.
د دغه وزارت مرستیال محمد رسول باوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۰۷» پهدې اړه خبریالانو ته وویل: "هغه څه چې موږ پلان کې لرو دا دي چې د دې څلي د بنسټیزې بیارغونې لپاره به کارونه په جولای میاشت کې پیل شي، د دې لپاره یونسکو ادارې دوه میلیونه ډالر منلي او پاتې بودجه بهیې د افغانستان دولت له لوري ورکول کېږي، دغه منار به د درېیو کلونو په موده کې ورغول شي."
جام څلی چې شااوخوا ٦٥ متره لوړالی لري د غوریانو د دورې یو یادګار دی.
پهدې وروستیو کې د دې څلي شااوخوا سېلابونه راوتلي او د څلي استنادي دېواليې تخريب کړى دى.
دا څلی په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» لهخوا د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په نوملړ کې ثبت شوی دی.
له دې سره د چارو ځيني پوهان وايي، که د جام څلی د اساسي بیارغونې لپاره کار ونهشي د دې جام د نړېدو امکان شته.
د چارو پوه عمرا خان مسعودي وايي: "د منار جام د تحکیماتو لپاره باید اساسي لارې ولټول شي، مسلکي پلاوی ولاړ شي، موجوده حالتیې وڅېړي، څو نور زیانونه ورته ونهرسېږي."
تر دې وړاندې د غور ولایت چارواکو هم ویلي وو، که د دغه لرغوني څلي لپاره اساسي اقدام ونهشي، ممکن تر راتلونکي کاله پورې ونړېږي.
دا اندېښنې پهداسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده مخکې ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته امر کړی و چې له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د منار جام د بیارغونې لپاره زمینه برابره کړي.
راپور: ناجیه ساپۍ