چارواکي: پکتیا کې کانونه شته خو لا تر اوسه سروې شوي نه‌دي

د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که د دغه وزارت د کانونو او پترولیم وزارت له‌خوا سروې شي، ډېری پانګه‌وال په‌دې برخه کې پانګونې ته لېوال دي.

د دغې خونې رئیس نصیر احمد عالمیار د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغه ولایت کې ډېری د کرومیاتو، کرستال ټبرو، مسو او د ډبرو د سکرو کانونه شته خو لا تر اوسه سروې شوي نه‌دي:

"له بده‌مرغه تر اوسه د کانونو او پترولیم وزارت د پکتیا ولایت د کانونو د دقیقو ارقامو په اړه کومه سروې نه‌ده کړې، دا په‌داسې حال کې ده چې ایرانیان او هندیان په‌دې برخه کې پانګونې ته لېوال دي."

ښاغلی عالمیار وايي چې د کانونو او پترولیم وزارت چارواکو ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د سروې ټیمونه دا کار پیل کړي.

د نوموړي په خبره، په‌دغه ولایت کې به د کانونو په برخه کې پانګونه په زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او په ټوله کې به د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.