ملي اردو: کندهار کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۴ وسله‌وال وژل شوي

ملي اردو وايي چې د کندهار ولایت په خاکريز ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال څلور وسله‌وال وژل شوي او درې نور زخمیان دي.

دا عمليات د ملي اردو د درېيمې پلې لوا ځواکونو له پرون راهيسې د خاکريز ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې کړي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحي علوي وایي چې په‌دې عملیاتو کې ۷ وسله‌وال وژل وي او ۳ نور ژوبل دي:

"د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د دښمن پر سنګرونو د توپونو په ډزو ۴ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. همدا راز زموږ د انجنیرۍ پرسونل د دښمن درې ډوله بېلابېل ماینونه شنډ کړي دي."

علوي په‌دې عملياتو کې افغان ځواکونو د زيان يادونه ونه کړه.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.