په سرپل ولايت کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په حملو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه ويشت نور ټپیان شوي دي.
د سرپل د والي وياند ذبیح الله اماني نن ازادي راډیو ته وويل، په دغو نښتو کې چې پرون ماسختن پيل شوې، د سرپل پر مرکز له څلورو خواوو هم تهاجمي حملې شوي چې په نتيجه کې يې دواړو لوریو ته تلفات اووښتي دي.
ښاغلي اماني زياته کړه:
"نښتې له یوولسو بجو پیل شوې او د سهار تر درېیو بجو یې دوام وکړ، د نښتو پر مهال د دښمن پنځلس کسان وژل شوي او تر شلو زیات یې ټپیان شول، په دغو څلورو ځایو کې زموږ په امنیتي ځواکونو کې هم څلور شهيدان لرو او ۲۲ ټپیان لرو چې د دوو روغتیايي وضعیت ډېر خراب ښودل شوی دی."
طالبانو دې ډلې ته د اووښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا يې کړې ده چې پر قشقري امنیتي پوسته يې په حمله کې دېرشو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.