د برازیل په یوه محبس کې د ۴۰ زندۍ شویو بندیانو مړي موندل شوي

د برازیل بیرغ

د برازیل په یوه محبس کې د لږترلږه څلوېښتو بندیانو مړي په داسې حال کې موندل شوي دي چې زندۍ شوي وو.

د امازون ایالت د محبسونو ادارې په یو بیان کې ویلي چې دا بندیان پرون د مې په ۲۷مه د امازون په ځنګلي ښار ماناوس کې هغه مهال ووژل شول چې وضعیت یې د پولیسو له ادارې ووت.

له دې یوه ورځ مخکې په دې محبس کې د بندیانو د سیالو ډلو په جګړه کې پنځلس کسان وژل شوي وو.

د برازیل حکومت دې سیمې ته د فدرال ځواکونو ځانګړې قطعې استولي دي، څو وضعیت کنټرول کړي.

د برازیل په محبسونو کې د بندیانو د سیالو بانډونو ترمنځ نښتې عادي خبره ده، ځکه د مخدره موادو مافیایي ډلې پر دې زندانونو تقریباً بشپړ کنټرول لري.