د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب نن سې شنبه اسلام اباد ته ځي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب نن سې شنبه د یو ورځني سفر لپاره اسلام اباد ته ځي، څو د پاکستان له پوځي چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

په اسلام کې د افغانستان د سفارت یوه چارواکي د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی محب د پاکستان د لوی درستیر جنرال قمر جاوېد باجوه په بلنه دې هېواد ته ځي او یو شمېر افغان وزیران به هم ورسره ملګري وي.

د دې چارواکي په وینا، محب به په خپلو لیدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو، په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او د سيمې پر امنيت خبرې وکړي.