هینریتا فور: په افغانستان کې تعلیم تر اور لاندې دی

د یونسېف مشره هینریتا فور

د ملګرو ملتونو یونسېف اداره وايي، په افغانستان کې پر ښوونځیو د وسله والو بریدونه تقریباً درې چنده زیات شوي دي چې ورسره د هېواد په ډېرو سیمو کې د ماشومانو تعلیم هم ګران شوی دی.

له ماشومانو سره د مرستې صندوق یا یونسېف چې د ماشومانو د تعلیم او نورو حقونو لپاره کار کوي، په یوه راپور کې چې نن د مې په ۲۸مه خپور شو، ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې پر ښوونځیو ۶۸ وسله والې حملې شوې وې، خو په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېره ۱۹۲ ته لوړه شوې.

دا اداره وايي، د ۱۳۹۷ کال په پارلماني انتخاباتو کې د رأیې ورکولو د مرکزونو په توګه د ښوونځیو کارول ښايي پر ښوونځیو د حملو د زیاتېدو یو علت وي.

په دې راپور کې د یونسېف د مشرې هینریتا فور له قوله ویل شوي دي چې تعلیم په افغانستان کې تر اور لاندې دی.

مېرمن فور وايي چې پر ښوونځیو بې درېغه حملې، د ښوونکو وژل او ټپي کول او تعلیم ته ګواښونه د ماشومانو د ټول نسل هیلې او ارمانونه له منځه وړي.

اوس مهال په ټول افغانستان کې د طالبانو او داعش په ګډون د افراطي ډلو د ګواښونو له کبله له زرو زیات ښوونځي بند دي.